غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ګیلان ولسوالۍ د حسن کلي په ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ازاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، په پایلوبه کې د ازاد لوبډلې خپلې سیالې قلعه کاري لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته د لوبغاړو هڅوول او د نېکمرغه لوی اختر نمانځل و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ او مډالونه ورکړل شوه.
