غزني؛ گيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۲۳:۳۴
غزني؛ گيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پیل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ټېپ بال فدراسيون د استازولۍ له لورې، د ياد ولايت په گيرو ولسوالۍ مټا خان کلي کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مټا خان ځوانانو او بابکر اتلانو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه مټا خان لوبډلې وگټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه، بابکر اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۱ منډو هدف کېښود، مټا خان لوبډلې ياد هدف د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بريا يې په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ، چې ۲۱ ورځې به دوام وکړي، موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS