غزني؛ گيلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو تر منځ د فوټبال ژمنۍ سيالۍ پېل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له خوا، د ياد ولايت په گيلان ولسوالۍ بلاهير ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د روشن گاري او ترنک اتلانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سيالۍ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا ۱۹ ورځې به دوام وکړي، موخه يې د کليو ورزشکارانو تر منځ يووالی او د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ياده شوې ده.