غزني کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اقاسي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ، چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې د اقاسي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې اقاسي لوبډلې خپلې سیالې دوستان صمیمي لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د مبارکې میاشتې نمانځل او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.