غور؛‌ مرکز فیروز کوه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۹:۱۳
غور؛‌ مرکز فیروز کوه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې پیل شوې وې د سرخ پوشان فامیلیو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د سرخ پوشان فامیلیو لوبډلې خپلې سیالې اټک لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې له اټک لوبډلې میراقا د زیاتو ګولونو وهونکی او له سرخ پوشان لوبډلې کماالدین غوره ګول ساتونکی وپېژندل شو.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د پکتیکا په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې A. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۹
Background image

بامیان مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۸
Background image

هلمند کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د لښکرگاه ښار په لوی کارېز سيمه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خپلواک لوبډلې. . .

BACK TO NEWS