غور؛ فیروزکوه ښار مرکز کې د پینځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د سیاسنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۳:۵۰
غور؛ فیروزکوه ښار مرکز کې د پینځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د سیاسنګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د پینځو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ، چې لس ورځې وړاندې د فیروزکوه ښار مرکز په وردګ کلي پیل شوې وې د سیاسینګ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې د سیاسنګ لوبډلې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو دلاسه ورکول سره سیالې د تسرقي لوبډلې ته د ۷۵ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د تسرقي لوبډلې یواځې ۶۸ منډې ترسره کړه او سیالي یې د ۷ منډو په توپیر سیاسنګ لوبډلې ته وبایلله.

د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS