غور ؛ مرکز فیروزکوه ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ سیمه ییزې غېږنیوونې سیالۍ ترسره شوې
د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت او د پهلوانۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکر فیروز کوه ښار په ورزشي سټیډیوم کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم سیمه ییزې غېږنیوونې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو کې د مرکز او ولسوالیو ۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د مرکز ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزې غېږنیوونې سیالیو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي.
