فاریاب؛ مرکز میمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميمنه کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله کې د اندخوی ولسوالۍ کورشکارانو لومړی، بلچراغ ولسوالۍ دويم او ميمنې ښار کورشکارانو بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د فارياب ولايت د کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره کورشکارانو موندل و.
