فاریاب؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د غیږ نیونې شپنۍ سیالۍ وشوې
د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د جوزجان ولایت په ګډون د فاریاب ولایت له اتو ولسوالیو د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې په زړه پوزې سیالۍ وشوې.
ورزشکارانو په خورا ډاډمنه فضاء کې د غېږنیونې دودیزې لوبې د ژوندي ساتلو په موخه د یوه بل په وړاندې لوبه وکړه.
په پای کې د مسؤولینو له لوري غوره غېږنیوونکو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
