فاریاب کې د کونګفو ورزشي نندارې ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۷:۵۳
فاریاب کې د کونګفو ورزشي نندارې ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کونګفو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د ښاروالۍ په پارک کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د یادې ورزشي برخې نندارې ترسره شوې.

په دغو نندارو کې د ورزش کارانو د هڅونې لپاره پر ورزشي مسؤولانو سربېره د کونګفو فدراسیون د استازولي غړو، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دغه نمایشونه په هېواد کې د لوی اختر د نمانځلو په مناسبت ترسره شول او په پای کې ورزش کارانو او روزونکو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS