هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې روحاني یارانو لوبډلې له خپل ۲۱۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۹ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سعادت هزار جفت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
