لغمان؛ الینګار ولسوالۍ کې د ۲۴لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ امریت او والیبال فدراسیون له لوري د دې ولایت د لينګار ولسوالۍ په شګې کلا کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ له نشهيي توکو سره د مبارزې او د ځوانانو د یووالي په نوم د والیبال ټورنمنټ پیل شو، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
د ياد ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې سخري لوبډلې خپلې سیالې صالح کلا لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
