لغمان؛ د هیود د ورزش ادارې له خوا د دغه ولایت د بدني روزنې اداري کارکوونکو ته رزونیز سیمینار ورکړل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۰:۳۴
لغمان؛ د هیود د ورزش ادارې له خوا د دغه ولایت د بدني روزنې اداري کارکوونکو ته رزونیز سیمینار ورکړل شو

د لغمان ولایت د بدني روزنې او سپورټ ادارې۱۰ تنو اداري کارکوونکو ته د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د هیواد د ورزش ادارې د تللي درې کسیز پلاوي له خوا، د یاد ولایت په ورزشي امریت کې یو روزنیز سیمینار ورکړل شو.

په دغه سیمینار کې، چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د ګومارنو د عمومي مدیر سلیمان احمد اعظمي او د دې ادارې د روزونکي عبداللطیف کریمي له خوا وړاندې شو؛ د ملکي خدمتونو د کارکوونکي پر چارچلند بحث وشو.

ټاکل شوې، چې دغه درې کسيز پلاوى سبا کونړ ولايت ته د نورو ښوونيزو پروګرامونو د ترسره کولو په موخه ولاړ شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۶
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پای ته ورسېده

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ؛ دوه ورځنی تمریناتي کمپ پای ته ورسېده.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۹
Background image

د بامیان مرکز کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز او ولسوالیو څخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې. . .

BACK TO NEWS