لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۷:۳۱
لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علينگار ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ادهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې ادهار لوبډلې خپلې سيالې دړين لوبډلې ته د ۳-۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۲۸ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS