لغمان؛ متين سير لوبډلې د اختريز جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په چهار باغ کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د واليبال سيالۍ د متين سير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د متين سير او چهار باغ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې متين سير لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۰/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو ته د سالمې تفريح برابرول ښودل شوي وو.