لغمان ولایت کې د خوسي څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۰:۴۶
لغمان ولایت کې د خوسي څلورو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د خوسي دا سیالۍ د المپیک ملي کمېټې اجراییه رییس داد محمد پاینده اختري ، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست سلاکار جان عالم خان حسني ‎‎، د دفتردارۍ مدیر اصیل خان پوپل، د لغمان ولایت دبدني روزنې او ورزش امر مجیب الرحمن رحماني او د یو شمېر نورو ورزشي او ملکي مسوولینو په حضور کې د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

دا دوستانه سیالۍ د پلازمینې کابل څخه ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په موخه ترسره شوې.

د سیالیو لپاره چې ګڼ مینوال هم ورغلي وو، د لوبغاړو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ وشوې.

د دې لوبو غوره لوبغاړی محمد اسحاق الکوزی ونومول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS