له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې فلپین ته ماتې ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۳۲
له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې فلپین ته ماتې ورکړه

د ٢٠٢٥ کال د آسیا ملتونو جام سیالیو د غوراوي لوبو په لړ کې له ١٧ کلنو کم عمره افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې فلپین ته د ٨ پر صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار ومونده.

له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال لوبډله څو ورځې وړاندې د ٢٠٢٥ کال د آسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا هېواد ته لاړه او ټاکل شوې چې په B ګروپ کې به له ماکائو، بنګله دېش او کمبودیا هېوادونو سره لوبې ترسره کړي.

دا سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ١٩مه نېټه په کمبودیا کې پیل شوې دي او تر ٢٧مې نېټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS