لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۷:۴
لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې خراسان لوبډلې د ۱۰ پر ۸ ګولونو په توپیر خپلې سیالې قلعه نو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۵
Background image

پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سکېټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ملت پارک کې له درېيو لوبډلو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سيالۍ وشوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

هلمند؛ نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.

. . .

BACK TO NEWS