لوګر؛ مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا سیالۍ وشوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فټنس او بدن ښکلا ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پل عالم ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ تنه د لوګر ولایت د فټنس او بدن ښکلا ملي لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غور ولایت د فټنس او بدن ښکلا ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل، یاد ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ سالمه انګېزه پیداکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
