لوګر؛ په برکي برک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۴۰
لوګر؛ په برکي برک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او برکي برک ولسوالۍ پندې سيمې د ځوانانو په همغږۍ د همدې سيمې د ځوانانو له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سيالۍ د خان ساحل لوبډلې په کټه پای ته ورسېدې.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د دويزو او عنعنوي لوبو هيئت، د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسئولانو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د دغو سياليو په پايلوبه کې خان ساحل لوبډلې خپلې سيالې موسی انصاري لوبډلې ته د ۱۴۵ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په پای کې، د لوګر ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او له کابل څخه د تللي هیئت له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS