لوګر ؛ په برکي برک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوي
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کریکټ سیالۍ د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ په پندي کلي کې د قاري عزت الله لوبډلې په بریا پيل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د قاري عزت الله او انجینر بادام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې قاري عزت الله لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف کېښود انجینر بادام لوبډلې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۱۳۶ منډې جوړې کړې او د ۱۴ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي.
