لوگر؛ چرخ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چرخ ولسوالۍ کې د پسرلني جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جوانان سيدا لوبډلې خپلې سیالې یاران حذيفه لوبډلې ته د ۸/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول د ورزشکارانو تخنيکي مهارتونو لوړولی او د غوره ورزشکارانو موندل دي، چې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي.
