لوگر کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کيک بوکسينگ سيالۍ ترسره شوې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولايت په مرکز پل علم ښار دولتي جمنازيوم کې د شپږو کلبونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په يادو سیالیو کې له شاهین، عزیزي، خالد بن ولید، یارانو، صلاح الدین ایوبي او اول خان کلبونو څخه د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې عزيزي کلب لومړی، يارانو کلب دويم او خالد بن ولید کلب ورزشکارانو بيا درېيم مقام خپل کړ.
د یادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د کيک بوکسينگ ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو ليرې والی و.