څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د کونړ ولايت په کچه د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د کونړ ولايت په کچه د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د واليبال سيالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې خپلې سيالې خاص کونړ ولسوالۍ لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو په پای کې د کونړ ولایت د ورزش آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د لویانو. . .

BACK TO NEWS