مالدیف؛ د بدن ښکلا او فټنس افغان ورزشکارانو تر دې دمه یو د برونزو، درې د نقرې مډالونه ګټلي دي

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۹:۷
مالدیف؛ د بدن ښکلا او فټنس افغان ورزشکارانو تر دې دمه یو د برونزو، درې د نقرې مډالونه ګټلي دي

د جنوبي اسیا هیوادونو ترمنځ د فټنس او بدن ښکلا په سیالیو کې، چې د مالدیف هیواد په مالې ښار کې جریان لري، تر دې دمه افغان ورزشکارانو یو د برونزو، درې د نقرې مډالونه ګټلي دي.

په یادو سیالیو کې ابوبکر برهاني په ۷۵ کیلو ګرام وزن کې د برونزو مډال ګټلی او جواد مرزایي ۸۰ ګیلو ګرام وزن کې ، وحید حلمي۸۵ کیلو ګرام وزن کې ، علي رضا حسني ۹۰ کیلو ګرام وزن کې د نقرې مډالونه وګټل.

همدارنګه عبدالصبور سهاک د ټاپفور مډال وګاټه او شریف شریفي څلورم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ د روانې جولای میاشتې له څلورمې تر یوولسمې نېټې پورې دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۶
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمن د والیبال سیالۍ د تګاب بازانو لوبډلې په اتلولي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

کابل کې د ووشو ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې سمينار پای ته ورسيد

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار بېلابېلو کلبونو څخه ۶۰ لوبڅارانو ته د ظرفيت لوړونې دوه ورځنی سمينار، چې د دې فدراسيون په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبؤډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاب لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS