خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبؤډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې ډاب لوبډلې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې ګربزو منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې درې میاشتې یې دوام وکړ.