مسکین اباد کلب د لغمان ولایت د ټېپ بال ټورنمنټ اتلولي خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۵۹
مسکین اباد کلب د لغمان ولایت د ټېپ بال ټورنمنټ اتلولي خپله کړه

د لغمان ولایت د ورزش امریت په لارښوونه د ټېپ بال فدراسیون له لوري د مسکین اباد کلي ځوانانو په مالي ملاتړ د دې ولایت منډوي کرکټ لوبغالي کې د مرکز او پنځو ولسواليو ۴۸لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال ټورنمنټ د مسکین اباد کلب لوبډلې په ګټه پای ته ورسېد.

دغه ټورنمنټ چې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ پایلوبې ته یې د مسکین اباد کلب او پړوایي لوبډلو لار وموندله، چې د لوبې پچه د مسکین اباد کلب لوبډلې وګټله او په ټاکلو لسو اورونو کې یې کې ۱۵۶منډ وکړې، چې د پړوایې لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه یې د مسکین اباد کلب لوبډلې ته بایلوده.

د دې سیالیو موخه له نطام څخه ملاتړ او د ځوانانو ترمنځ یووالي او پيوستون دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS