منصور اتلانو لوبډلې د ارزګان ولایت د کرکټ ټېپ بال سیالیو اتلولي وګټله

د ارزګان ولایت د ورزش امریت له لوري په مرکز ترینکوټ ښار کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د کرکټ ټېپ بال ۱۲ اوریزې سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت وړاندې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د منصور اتلانو لوبډلې په ګته پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د منصور اتلانو او همت لوبډلو ترمنځ وشوه، چې همت لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د شپږ ويکټو په زیان سره ۱۱۵منډې وکړې، په مقابل کې د منصور اتلانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او د لوبې یو شمېر ګډونوالو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.