مولوي احمدالله وثیق د داغستان جمهوریت د ورزش له وزیر سره ولیدل
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د پترزبورګ د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د داغستان جمهوریت د ورزش له وزیر ښاغلي ساجد سره ولیدل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو او همکاریو یې خبرې وکړې.
د داغستان د ورزش وزیر ښاغلي ساجد په خبرو کې څرګنده کړه، چې دوی به د ځینو رشتو ورزشکاران افغانستان ته ولیږي؛ ترڅو له افغان ورزشکارانو سره ګډ تمرینات ترسره کړي او د ظرفیت لوړولو په موخه دوستانه سیالۍ هم ولري.
