مولوي احمدالله وثیق د لامبووهنې او ځغاستې نابینا ورزشکار ولي محمد نوري وستایه او د ممکنې همکارۍ ډاډ يې ورکړ
د هیواد د ورزش ادارې لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق په لندن کې مېشت د ځغاستې او لامبووهنې له افغان معلول ورزشکار ولي محمد نوري سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل، د هغه د ورزشي فعالیتونو ستاینه يې وکړه او د هر ډول ممکنې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
د ورزش ادارې لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق له ښاغلي نوري سره په دې لیدنه کې وویل، چې په هیواد کې د ورزش لپاره غوره زمینه برابره ده او د ورزش لمنه به د هیواد تر ګوټ ګوټ پراخوي او زیاته یې کړه، چې د هیواد له هرې سیمې د غوره ورزشکارانو د لټون په هڅه کې دي؛ ترڅو په نړیوالو لوبو کې یې ولوبوي او د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.
ښاغلي وثیق په هیوا کې اوسنی ډاډمن امنیتي وضعیت د ورزش د غوړېدا لپاره غوره فرصت یاد کړه او ویې ویل، چې د هیواد په هره برخه کې ورزشکاران شپه او ورځ په ډاډمنه فضاء کې خپلو لوبو ته ادامه ورکوي، چې له امله يې ورزشکاران هم په کور دننه او بهر ښې لاسته راوړنې لري ، چې غوره بېلګه یې د چین په کوربتوب په اسیایي المپیکي سیالیو کې د افغان ورزشکارانو له خوا د پنځو مډالونو ګټل دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام په انګلستان کې مېشت افغان معلول ورزشکار ولي محمد نوري د ورزشي فعالیتونو او بریاوو ستاینه وکړه او هغه يې د افغانستان ویاړ یاد کړ، دغه راز یې له هغه غوښتنه وکړه، چې د بهرنیو لوبو پرمهال د هیواد د استازي په توګه نړۍ ته د افغانستان د امن او مثبت اړخ پیغام ورسوي، ترڅو له نړۍ سره زموږ ورزشي اړیکې لا ښې او پیاوړې شي.
د ځغاستې او لامبووهنې معلول افغان لوبغاړي ولي محمد نوري هیواد ته په راتګ او د ورزش ادارې له عمومي رئيس سره په لیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د امن په فضاء کې يې د هیود څو ولایتونو ته سفرونه کړې دي او زیاته يې کړه اوسنی امنیتي وضعیت تر بل هر وخت د ورزش لپاره غوره او ښه فرصت دی.
هغه زیاته کړه، چې له هیواده بهر د افغانستان د نوم لپاره لوبیږي او ژمنه يې وکړه، چې په بهرنیو لوبو کې د افغانستان مثبت تصویر نړۍ ته وړاندې کوي او له ورزشي مسوولینو سره به حتمي د افغانستان اوسنی حال شریکوي.
یاده دې شي، چې د ځغاستې او لامبووهنې دا افغان معول ورزشکار اوسمهال د لندن استوګن دی، چې په دواړو سترګو ړوند دی، خو د خدای ورکړي استعداد په مټ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼې سیالۍ ګټلي، د افغانستان نوم یې ځلوولی او پیاوړي سیالان یې مات کړي.
