ميدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۱:۳۸
ميدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او جلریز ولسوالۍ د ورزشي کمیټې له لوري د فوټبال د اتو غورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو د پای لوبې په‌ مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسوولينو، امنيتي چارواکو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی و.

د دې سیالیو پای لوبه د اتحاد او اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۷-۴ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ مینه او محبت رامنځته کول وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS