ميدان وردګ؛ د چک ولسوالۍ د واليبال سیالۍ د سياب ځواک لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې
د میدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت او چک والسوالۍ د ورزشې کمیټې په همغږۍ د بغلان سيمې د ځوانانو له لوري په گلاب خېلو کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سياليو اتلولي د سياب ځواک لوبډلې خپله کړه.
د يادو سياليو پایلوبه د ښکلا جام او سیاب ځواک لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سياب ځواک لوبډلې ته د ۳-۱ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې دغو سياليو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.
