ميدان وردګ؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د شهيد غلام دروېش لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۹:۴۳
ميدان وردګ؛ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د شهيد غلام دروېش لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د ميدان وردګ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د کرکټ ټېپ بال فدراسیون له لوري د دې ولایت په دايمي داد ولسوالۍ کې د شپږ لېسو د لسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د شهيد غلام دروېش عالي لېسې لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

دغو سياليو،چې پنځه ورځې يې دوام وکړ ، په پايلوبه کې يې د شهيد دروېش عالي لېسې او شهيد احمدضيا عالي لېسې لوبډلو لار وموندله، چې د شهيد غلام دروېش عالي لېسې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې ٧٥منډې وکړې.

په مقابل کې د احمد ضياء عالي لېسې لوبډلې ورکړل شوى هدف پوره نه کړ او د ٧ ويکټو په زيان يې ٦٩ منډې وکړې.

په دغو سياليو کې د شهيد غلام دروېش، شهيد احمد ضياء، غازي عبدالبصير خان، سيد جمال الدین، عبدالواحد خان او شهيد بسم الله خان عالي لېسو لس لوبډلو برخه لرله، چې موخه د لېسو لوبډلو ترمنځ د همغږي او يووالي رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲۷
Background image

هلمند کې د څلور نيم لکه افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د هلمندي ځوان محمد علي فروتن په مالي لگښت د څلور لکه پنځوس زره (۴٫۵۰۰۰۰) افغانيو په ارزښت د سنوکر يو معياري کلب رسماً پرانيستل شو.

د ښاغلي فروتن په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

ننگرهار؛ خوږيانو ولسوالۍ کې گډ ورزشي نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د خوږياڼو ولسوالۍ په بربهار لېسه کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د بېلابېلو ورزشي ريشتو نمايشات ترسره شول.

دا نمايشات په جمناسټیک، پهلواني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په مرکزي سټډيوم کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS