ميدان وردګ؛ په مرکز ميدان ښار کې د واليبال تشويقي سيالۍ د نېک کلب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۱:۵۹
ميدان وردګ؛ په مرکز ميدان ښار کې د واليبال تشويقي سيالۍ د نېک کلب لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د ورزش آمریت او والیبال فدراسیون په همغږی په مرکز میدان ښار کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون د والیبال تشویقي سیالۍ د نېک کلب لوبډلې په بريا پای ته ورسیدې.

د يادو سياليو پایلوبه د نېک کلب او ملاخېل لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳-۱ ميدانونو په توپیر د نېک کلب لوبډلې وګټله.

د دغو لوبو موخه د ځوانانو تر منځ اتحاد، اتفاق او ورزش ته وده ورکول دي.

په پای کې لومړى مقام ،دويم او درېیم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۲:۱۸
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۲:۱۶
Background image

پکتیا کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار په ساحل ورزشي کلپ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۲۲:۱۵
Background image

پکتیا؛ ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغ. . .

BACK TO NEWS