ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي انتظار همت لوبډلې خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۲۷
ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي انتظار همت لوبډلې خپله کړه

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ د استازولۍ له لوري په چک ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي انتظار همت لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو پايلوبه د انتظار همت او مايار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه لوکر اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۷ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۱۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې مايار لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د اوو لوبغاړو په زيان يې ۸۳ منډې جوړې کړې او په ۳۵ منډو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS