ميدان وردگ؛ جلريز ولسوالۍ کې د ITF تکواندو ۳۵ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۱:۱۹
ميدان وردگ؛ جلريز ولسوالۍ کې د ITF تکواندو ۳۵ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکزي کلب کې د ITF تکواندو ۳۵ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونو تړلو تر څنگ د ورزشکارانو له لوري سپورټي نندارې هم ترسره شوې.

د سپورټي نندارو څخه وروسته ۱۲ ورزشکارانو ته ژېړ، لسو ته آبي، اتو ته شنه او پنځو ورزشکارانو ته سره د ارتقاء کمربندونه وروتړل شول‌.

د پای په مراسمو کې د ياد ولايت د سپورټي امريت له لوري ورزشکارانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۱۰
Background image

جوزجان؛ اقچه ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۳ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌ جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۴۳ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او نويو ځوانانو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS