ميدان وردگ؛ سید اباد ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت د سید اباد ولسوالۍ په سالار کلي کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ په ۱۰۰ متره واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې شبیراحمد لومړی او جبرائیل دویم مقام خپل کړ.
یادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
