ميدان وردگ؛ په جلگې ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت لوري د ياد ولايت په جلگې ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د واليبال دوستانه سيالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې وې، د محمد بشير ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې محمد بشير ملنگ لوبډلې خپلې سيالې عمران سعادت لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.