ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳
ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له لوري د دې ولایت د چک ولسوالۍ په بابا قعلي کلي کې د دوو لوبډلو د ۵۰ ورزشکارانو تر منځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې.

يادې سيالۍ د بابا قعلي او کابل ميشتو وردگو لوبډلو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د کابل ميشتو وردگ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۷۷/۱۰۷ نمرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دغه سيالي چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې د ورزش آمريت له لوري ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS