ميدان وردگ کې د اتو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۳
ميدان وردگ کې د اتو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له اتو ولايتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له کابل، هلمند، خوست، لوگر، کندهار، غزني، پنجشېر او کوربه ميدان وردگ ولايتونو څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې کابل لومړی او لوگر دويم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې يادې سيالۍ هر کال دوه ځلې د ميدان وردگ ولايت په کوربه توب ترسره کېږي او موخه يې د ورزشکارانو هڅول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۸
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې هند ته هم ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په اتو غوره لوبډلو پړاو کې هند ته د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغانستان په ګروپي پړاو له درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۲۰:۴۴
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړۍواله جام په حذفي پړاو کې نمیبیا ته ماته ورکړه

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې نمیبیا ته د ۶ – ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS