میدان وردګ؛ د سید اباد ولسوالۍ په کچه د ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت، ټېپ بال کرکټ فدراسیون او پوهنې ریاست په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په کچه د ۲۲ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د شهید عزت الله او دښت ټوپ عالي لېسو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپ وهنه دښت ټوپ عالي لیسې ترسره کړه او په ټاکلو ۸ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۸۳ منډې هدف کېښود، بل لوري ته د شهید عزت الله لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان ۶۳ منډې وکړې او په ۲۰ منډو یې ماتې وخوړه.
د دغو سیالیو موخه د ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ د لوبغاړو ترمنځ ښه همغږي او یووالی دی.
