میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو اختريزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۶ - ۹:۳۰
میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو اختريزې سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د يادې ولسوالۍ په خوات سيمه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو اختریز جام سيالۍ پيل شوې.

د یادو سیالیو د پیل لوبه د ذاکر خیلو او دوران خېلو کليو د لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې د ذاکر خېلو کلي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳۷-۸ نومرو په توپير ماتې ورکړه او خپله لومړنۍ بريا يې ترلاسه کړه.

هېره دې نه‌ وي، چې دغه سيالۍ د ناک اوټ په شکل ترسره کېږي او درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS