میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۱۰
میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د چک ولسوالۍ اړوند نوآباد کلي کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو اتحاد په نوم د ټیپ بال کرکټ سیالۍ د انتظار همت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د انتظار همت او اتحاد الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې انتظار همت لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه، خو اتحاد الف لوبډلې یې په ځواب کې ۹۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپیر وبایلله.

په دغو سیالیو کې خوشحال په ۱۸۰ منډو ترسره کولو سره تر ټولو غوره توپ وهونکی او حامد د ۱۰ ویکټو په اخیستو سره د سیالیو غوره توپ اچونکی ونومول شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS