میدان وردگ؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ښویېدنې، رسې کشولو او د توپ ډنډې سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۰:۳۶
میدان وردگ؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ښویېدنې، رسې کشولو او د توپ ډنډې سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته او د حاجي نبي علي زاده په مالي ملاتړ د یاد ولایت د بهسودو ولسوالۍ په پیتاب شینه سیمه کې د ښویېدنې، رسې کشولو او د توپ ډنډې سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د ښویېدنې په سیالیو کې ۴۰ ورزشکارانو د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې له هرې کټګورۍ څلورتنو ورزشکارانو بریاوې خپلې کړې.

د رسې کشولو سیالیو په برخه کې شپږو لوبډلو د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې له هرې کټګورۍ یوه- یوه لوبډله، چې درې لوبډلې کېږي بریاوې یې خپلې کړې.

په وروستیو کې د دوو لوبډلو ترمنځ د توپ ډنډې سیالۍ هم ترسره شوې، چې په پایله کې یوې لوبډلې بریا خپله کړه؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، د اتلولۍ حکمونه او چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS