مېدان وردگ؛ د مېدان ښار واليبال سيالۍ د ځواک مېدان ښار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۲:۱۸
مېدان وردگ؛ د مېدان ښار واليبال سيالۍ د ځواک مېدان ښار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د‌ مېدان وردگو د‌ بدني روزنې او سپورټ آمريت له خوا،‌ د واليبال فدراسيون د نماينده ګۍ په لارښوونې او د APA مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز‌ مېدان ښار کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ چې څو ورځې مخکې پېل شوې، د ځواک میدان ښار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د‌‌ يادو سياليو پايلوبه د چک محمدي او ځواک مېدان ښار لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳/۱ مېدانونو په توپير د ځواک مېدان ښار لوبډلې په بريا پای ته ورسیده.

دا سیالۍ، چې موخه يې د ځوانانو ترمنځ ټولنیز سمون و، په پای کې لومړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS