ننکرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ تعليمي ادارو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۹:۳۸
ننکرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ تعليمي ادارو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونه د‌ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۲ تعليمي ادارو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د‌ دغو سياليو پايلوبه د ملکیاري هوتک لیسې او سیکارام د طبي علومو انیسټیټوټ ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ملکياري هوتک لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د ۳ لوبغاړو په زيان ۱۹۹ منډې هدف کېښود، د‌ لوبې په دويمه پاڼۍ کې سیکارام لوبډله د ياد هدف په پوره کولو ونه توانېده او په اوو ويکټو يې ماتې وخوړه.

هېره‌ دې نه‌ وي چې یادو سياليو يوه مياشت دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۹
Background image

کابل؛ د افغانستان د پهلوانۍ لومړی پړاو غوره ليګ د قوش‌تېپې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنيونې لومړی پړاو غوره ليګ سيالۍ،. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۵۴
Background image

کابل کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پانکريشن ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له څلورو زونونو څخه د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د پانکريشن دولسم پړاو ټاکنيزې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۱۲:۳۶
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همت اتلانو لوبډ‌لې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS