ننګرهار، په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۴:۵۶
ننګرهار، په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونه په کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې یوه میاشت یې دوام وکړ، د قلعه جاتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د قلعه جاتو او بهار مینې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه بهار مېنې لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۹ اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۸۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې قلعه جاتو لوبډلې یاد هدف د څلور لوبغاړو په زیان په اووم اور کې پوره کړ او په شپږو ویکټو یې اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

تخار؛ خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۷
Background image

پکتيکا؛ په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ او جاني خېلو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چامړي اتلانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS