ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې انبار خانې شاهین لوبډلې له خپل ۱۱۸ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۷ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګرداب اتحاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
