ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې لس ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د حاجي خیبر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې حاجي خیبر لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې شېرزاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
