ننګرهار؛ د ګوشتې ولسوالۍ د واليبال سيالۍ د چکنور لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۹:۱
ننګرهار؛ د ګوشتې ولسوالۍ د واليبال سيالۍ د چکنور لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او واليبال فدراسيون له لوري، په ګوشته ولسوالۍ کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د چکنور لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې چکنور لوبډلې خپلې سيالې سربند لوبډلې ته په دوو ميدانونو ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د‌ نوموړو سياليو د‌ پايلوبې په مراسمو کې د‌ يادې ولسوالۍ ورزشي مسوولينو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو برخه اخيستې وه.

بايد يادونه وشي چې دغو سياليو لس ورځې دوام وکړ او موخه يې د قومونو ترمنځ يووالی ياد شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۶
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image

بامیان کې د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ د امید سبز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ۱۴ کلنو کم عمره فوټبال لیګ سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۲۲:۱۹
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS